ایکنانیوز - د شوال د میاشتې ۲۵ نیټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د یوه لمسي او د امامت او ولایت د آ سمان د شپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
په هغې زمانې کې اسلامی ضد او ورانونکي افکار د سوچه اسلام په لاره کې لويه خطره وو، حضرت امام جعفر صادق (ع) پخپلو علمي مجاهدتونو سره د اسلامی ضد افکارو د خوریدا خنډ شو. حضرت امام جعفر صادق علیه السلام پخپل مبارک ژ،ند کې وتوانید، لوي علمي او کلتوري غورځنګ پیل کړي اود شیعیّت د مکتب علمی بنسټونه پیاوړي کړي.
هغه بزرګوار د تشیّع مکتب د تاسیس په لاره کې ډير زیات مشقتونه او زحمتونه وګالل څو د سوچه حقیقي اسلام او ددیني عقلانیّت د بنسټونو په اساس د یوه لوي غورځنګ بنسټ کیږدي.
د ایکنانیوز قرآنی خبری آژانس د ټولو کارکونکو له خوا دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د زړه له کومې تسلیّت ومنئ .